کډوالي

پاکستان تېره میاشت له ۱۷۰ زره ډېر افغان کډوال شړلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دفتر اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې له ۱۷۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. دا شمېره د پاکستان لخوا د کډوالو د اجباري ایستلو د لړۍ د چټکتیا ښکارندویي کوي.

د دې ادارې د مرستیال ویاند فرامرز برزین پرون (پنجشنبه) رسنیو ته ویلي، چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر څلورمې نېټې پورې، ۱۷۱ زره او څو سوه افغانان له پاکستان څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د کډوالو د چارو کمیسیون هم اعلان کړی چې یوازې د تېرې یوې ورځې په موده کې تر ۷۷۰ زیاتې افغان کورنۍ له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ورننوتې دي.

د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو دا لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې چې د راپورونو له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې امنیتي فشارونه، پراخې نیونې او جبري ایستنې ډېرې شوې دي.

ډېری افغان پناه‌غوښتونکي شکایت کوي چې د هغوی ویزې نه تمدېږي، پولیس ورسره سخت چلند کوي او قانوني ملاتړ نه لري.

په اسلام‌اباد کې افغان خبریال ولید اکبر سروري د کډوالو اوسنی وضعیت “د اندېښنې وړ” بللی او ویلي یې دي: «افغان مهاجر له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د ویزو نه تمدید، د پولیسو خپل‌سري نیونې او د اخراج دوامداره ګواښونه یې ژوند له ستونزو ډک کړی دی.»

یو بل افغان مهاجر، صبغت الله تمیم، چې د سند ایالت اوسېدونکی دی، ویلي: «ډېری افغانان په سند او پنجاب کې ژوند کوي او د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري له زور او اذیت سره مخ دي. ډېرې کورنۍ په خورا سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند تېروي.»

په همدې حال کې، د پاکستان استازي په جینیوا ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ کلنۍ غونډې ته ویلي، چې نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او بیا مېشتېدو په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د افغانستان له چارواکو سره د هغوی په منلو او سکن کې مرسته وکړي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د افغان کډوالو د پېژندپاڼو، لکه د «افغان شهریت کارت – اې سي سي» او د ثبت شویو کډوالو د پېژند کارت «پي او آر» لغوه کول پیل کړي، چې له امله یې د سلګونو زرو افغانانو د ایستلو زمینه برابره شوې ده.

د دې پرېکړې له امله په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارېدلي، او د بشري حقونو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر ځای، د هغوی د خوندي استوګنې او انساني درناوي ډاډ ورکړي.