افغانستان

سرچینې: طالبانو په سرپل کې ۷۲ تنه له زندان څخه خوشې کړل

عکس له آرشیف څخه

له سرپل څخه ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو د خپل مشر د ځانګړي حکم له مخې د دعه ولایت له زندان څخه ۷۲ تنه بندیان خوشې کړي او د ۹۵ نورو د بند موده یې راکمه کړې ده.

خو یوې بلي سرچینې آمو ته ویلي چې طالبانو هغه سیاسي بندیان او هغه کسان نه‌دي خوشې کړي چې د دوی پر ضد د «تبلیغاتو» په تور بندیان وو.

د سرچینې په وینا، د طالبانو مشر د سیاسي بندیانو او د «تبلیغاتو» په تور نیول شویو کسانو په بند کې هېڅ ډول تخفیف نه‌دی راوستی.

یو تن چې د سرپل د یو بندي خپلوان دی او نه‌غواړي نوم یې څرګند شي، ویلي چې د خوشې شویو کسانو په منځ کې زیاتره هغه کسان شامل دي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او یا هم د بېلابېلو نورو تورونو له مخې نیول شوي وو.

هغه زیاته کړې چې له خپل بندي خپلوان سره یې د دغو ۷۲ تنو تر خوشې کېدو وروسته اړیکه نیولې ده. طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

دغه رهايي په داسې حال کې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په خپل کلني راپور کې ویلي، د طالبانو له‌خوا رامنځته شوی «د سرکوب بنسټیز جوړښت» چې د ښځو، نجونو او منتقدینو پر وړاندې د دوی په چلند کې څرګند دی، پراخ، سیستماتیک او د افغانستان پر ملکي وګړو یوه عمومي حمله ګڼل کېږي چې د «بشریت ضد جنایت» بڼه لري.

په راپور کې همدارنګه د طالبانو له‌خوا د جګړې د جنایتونو، بشریت ضد جنایتونو، او حتی د احتمالي «نسل‌وژنې» او نورو زورزیاتیو شواهد یاد شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر ۲۰۲۴ کال پایه پورې، د طالبانو د بشریت ضد جنایتونو په اړه هېڅ وروستی پرېکړه نه‌ده شوې.

دغه وزارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ، د اوچا راپور او د بشري حقونو د څار بنسټ موندنې ته په اشارې ویلي چې طالبان د «اجباري تښتونو او ورکېدنو» مسؤل دي.

د بېنېټ د موندنو له مخې، ګڼ شمېر مدافعان د بشري حقونو، قانوني کارپوهان او معترضان، چې ډېری یې ښځې دي، د طالبانو له‌خوا اجباري تښتول شوي او ورکې شوي دي، چې دا د بشري حقونو له جدي سرغړونو څخه ګڼل کېږي.