د افغانستان د ښځو جلاوطنه کرکټرانو، چې ډېری یې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي، د لومړي ځل لپاره د کرکټ په نړيوالو مراسمو کې برخه اخیستې، خو د لوبغاړو په توګه نه بلکې د لیدونکو په توګه.
د سرچینو په وینا، ۱۷ پخوانیو افغان ښځینه لوبغاړو د ښځو د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د پرانیستونکې لوبې لیدلو لپاره د سهشنبې په ورځ د هند په ګواهټي ښار کې د هند او سریلانکا ترمنځ لوبه کې ګډون وکړ. دا سفر د کرکټ نړېوالې شورا په ملاتړ د اسټرالیا کرکټ، انګلستان کرکټ بورډ او د هند کرکټ بورډ په مرسته د ۱۲ ورځني پروګرام برخه وه.
دغو لوبغاړو د هند په بنګلور کې د بي سي سي آی د کمالاتو په مرکز کې تمرینونه کړي، له نړیوالو لوبغاړو سره یې لیدلي او د تمریني لوبو تجربه یې هم ترلاسه کړې ده. د کرېکټ نړېوالې شورا د پروګرام یوې غړې میل جونز وویل: “هغوی اوس ډېرې خوشاله دي. د فټنس ټسټونو، تمریني لوبو او روزنیزو غونډو له لارې ښه تجربه ترلاسه کوي. دا د نړیوالو ادارو په ګډه یو مهم ګام دی.”
یادې لوبغاړې د افغانستان کرکټ بورډ تر چتر لاندې نه پېژندل کېږي، ځکه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د لوبډلې رسمي شتون په هېواد کې لغوه شوی. ډېری یې له ۲۰۲۱ کال وروسته اسټرالیا ته کډوالې شوې او هلته د کرکټ په بېلابېلو لیګونو کې لوبې کوي.
دوی د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په ملبورن کې د “کرکټ وېدآوټ بارډرز” پر وړاندې د یوه ننداروي لوبه هم ترسره کړې وه. د نړيوال کرکټ شورا یوازې د روان کال په اپرېل کې د دوی لپاره د ملاتړ ځانګړی پروګرام اعلان کړ چې مالي مرستې، تمرینونه او د نړیوالو سفرونو امکانات پکې شامل دي.
د دې نوښت موخه دا ده چې افغان ښځینه کرکټرانو ته نړیواله تجربه ورکړل شي او هغوی د لوړو سیالیو فضا احساس کړي. د نیوزیلېنډ د ښځو د کرکټ لوبډلې کپتانې سوفي دیواین له افغان ښځینه لوبغاړو سره لیدنه کړې او د مېړانې او هوډ په نښه کولو یې هغوی ته د زمرد غاړه کۍ ډالۍ کړې ده.
چارواکي هیله لري چې دا به د افغانستان د ښځو کرکټ د راتلونکي لپاره یوه لار هواره کړي، څو د وخت په تېرېدو سره د نړيوالو لوبو په مقدماتي سیالیو کې برخه واخلي، لکه څنګه چې د افغانستان د نارینهوو کرکټ لوبډلې وکړل.
