له کامایر هوايي شرکت څخه سرچینو آمو ته ویلي، یاد شرکت نن له کابله دوبۍ او استانبول ته د الوتنو د بیا پیل پلان لري او د لومړي پرواز مهالویش د مازیګر څلور بجې ټاکل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې د پروازونو د بیا فعالېدو لپاره لازمې چارې بشپړې شوې دي او هڅه روانه ده چې مسافرو ته منظم او دوامدار خدمتونه وړاندې شي.
تر دې وړاندې د کامایر ګڼ پروازونه د انټرنیټي خدمتونو د بندیز له امله ځنډول شوي وو، خو اوس یاده اداره هڅه کوي وضعیت بېرته عادي کړي او پروازونه بېرته پېل کړي.
د طالبانو لخوا د انټرنېټ بندیز چې د تېر میاشتې په وروستیو کې پيل شوی او د سپټمبر تر پایه یې ټول افغانستان پوښلی، د خلکو پر ژوند او ورځنیو چارو ژور اغېز کړی دی. د هوايي ټرانسپورټ خدمتونو، انلاین زده کړو، سوداګریزو فعالیتونو، بانکي معاملاتو او د اړیکو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې یوازې د انلاین زده کړو له لارې د زده کړې چانس درلود، له بشپړې انزوا سره مخامخ شوې دي
