افغانستان

محسن داوړ: د طالبانو د انټرنېټ بندیز د افغان ټولنې د بشپړ سقوط هڅه ده

په خیبر پښتونخوا کې د ملي ولسواک ګوند مشر محسن داوړ په افغانستان کې د طالبانو له لوري د انټرنېټ د بندیز غندنه کړې او دا کار یې د افغان ټولنې د سقوط په لور یو بل خطرناک ګام بللی دی.

ښاغلي داوړ په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د انټرنېټ تر بندیز وړاندې د طالبانو لخوا د میرمنو پر کتابونو او نورو برخو کې د لګول شوو محدودیتونو موخه د افغانانو د هویت او عامه پوهاوي له منځه وړل دي.

هغه ټینګار کړی چې د انټرنېټ بندېدل د افغانانو د نړۍ له علمي او معلوماتي جریانونو پرېکون دی، چې نه یوازې د بیان د آزادۍ مخه نیسي، بلکې د ټولنې د پرمختګ، زده‌کړو او د ځوان نسل د راتلونکې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د نوموړي په وینا، طالبان غواړي افغانستان او سیمه د نړیوالې شخړې د چاودنې په نقطه بدله کړي.

طالبانو د تېرې اونۍ په وروستیو کې، په پېل کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د انټرنېټ خدمتونه بند کړل او په ځینو سیمو کې یې محدود کړي وو خو له تېرو دوو ورځو یې په ټول افغانستان کې په بشپړ ډول انټرنیټي خدمتونه بند کړي دي، چې دا کار د افغانانو او نړیوالې ټولنې له جدي غبرګونونو سره مخ دی.