منځنی ختیځ

حماس ته د ټرمپ خبرداری: که د واشنګټن د سولې له طرحې سره هوکړه ونه کړي، اسراییل به د امریکا بشپړ ملاتړ ترلاسه کړي

انخور- ارشیف څخه د امریکا ولسمشر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ډلې ته خبرداری ورکړی چې که د واشنګټن د سولې له طرحې سره هوکړه ونه کړي، اسراییل به د امریکا بشپړ ملاتړ ولري. ټرمپ دا خبرې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د واشنګټن د سولې له نوې طرحې سره موافقه کړې، هغه طرحه چې هدف یې د غزې جګړه پای ته رسول دي. خو د حماس دریځ لا هم روښانه نه دی او د دې ډلې نه ګډون د طرحې د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي

د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شوی سند د ۲۰ ټکو وړاندیزونه لري: سمدستي اوربند، د یرغمل شویو کسانو او فلسطیني بندیانو تبادله، له غزې د اسراییلو مرحله وار وتل ، د حماس وسلې ایښودل، او د یوې لنډمهالې نړیوالې ادارې تر مشرۍ لاندې اداره جوړول.

نتنیاهو دغه طرحه ستایلې او ویلي یې دي چې د اسراییلو د جګړې موخې پوره کوي: «ټول یرغمل به بېرته راوګرځول شي، د حماس پوځي وړتیاوې به له منځه ولاړې شي، او ډاډ به ترلاسه شي چې غزه بیا د اسراییلو لپاره ګواښ نه وي» خو د حماس له لوري د وسلو د نه ایښودو پخواني دریځونه او د مذاکراتو نه ګډون، د دې طرحې د عملي کېدو په اړه پوښتنې راولاړوي.

 یوې سرچینې ویلي چې قطر او مصر دغه سند حماس ته رسولی او دې ډلې ژمنه کړې چې په «ښه نیت» به یې وارزوي.

د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف وټکوف او د پخواني سلاکار جیرډ کوشنر په مرسته جوړه شوې طرحه د دې هم وړاندیز کوي چې د اوربند له اعلان ۷۲ ساعته وروسته ټول یرغمل کسان خوشې شي او اسراییلي ځواکونه په تدریجي ډول ووځي.

فلسطیني چارواکو د ټرمپ هڅې هرکلی کړی، خو نتنیاهو لا هم د فلسطیني دولت جوړېدو او د فلسطیني ادارې د رول په اړه کلک مخالفت لري. په همدې حال کې، د جګړې دوام چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا تر اوسه له ۶۶ زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي، د سولې هره هڅه له ستونزو سره مخ کړې ده. کارپوهان وايي چې اوس د قطر دنده ده چې پر حماس فشار زیات کړي او نتنیاهو باید خپله امنیتي کابینه قانع کړي.