د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۴ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ویلي، چې د بګرام هوایي اډې او په افغانستان کې د پاتې شویو امریکایي وسلو او تجهیزاتو په اړه له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي.

د امریکا ولسمشر د دې خبرو د څرنګوالي په تړاو جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې د بګرام په اړه به خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر له دې مخکې هم، څو ځله د بګرام په بېرته نیولو ټینګار کړی او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې که دغه اډه امریکا ته و نه سپاري، نو بده پېښه به رامنځته شي.

بل لور ته، د بګرام اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ له ګواښونو سره هم مهاله، سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو مشرهبت‌الله اخندزاده، د دې پوځي اډې په اړه او د امریکا د تازه ګواښونو پر وړاندې د غبرګون لپاره، لا زیاتو سلا مشورو په موخه د طالبانو کابینه یې کندهار ور بللې ده.