سیمهییزو سرچینو آمو ته ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف اړوند کسانو په بدخشان ولایت کې یو ۷۵ کلن سپینږیری سړی د تعویذ لیکلو له امله په ډزو سخت ټپي کړی دی.
د سرچینو په وینا، پېښه دوه ورځې مخکې د جرم ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده. هغوی زیاته کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف یو کس په دغه سپینږیري باندې د کلاشینکوف یو بشپړ شاژور ډزې کړې چې درې مرمۍ یې په بدن لګېدلي دي.
سرچینې وایي، دغه سړی چې «مستري» نومېږي، دا مهال په جدي ټپي حالت کې د کندز په حوزوي روغتون کې بستر دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بشري حقونو د څار بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال وروسته ګڼې پېښې ثبت شوي چې د طالبانو د “امر بالمعروف” یا نورو امنیتي کسانو له لوري خلک د ناوړه چلند، وهل ټکولو، او حتا ډزو سره مخ شوي دي.
