منځنی ختیځ

نتنیاهو: د حماس تر ختمولو به جګړه روانه وي او د فلسطین دولت به هېڅکله په رسمیت ونه پېژندل شي

انځور- ارشیف څخه غزه

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې تر هغو به د غزې جګړه روانه وساتي څو چې د حماس ډلې “ځواکونه له منځه یوړل شي” او ټینګار یې کړی چې د فلسطین دولت به هېڅکله په رسمیت ونه پېژني.

نتنیاهو دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډۍ پر مهال وکړې. نوموړي د نړۍ د هغو هېوادونو پرېکړې “بې ارزښته” بللې چې تازه یې فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سعودي عربستان په همکارۍ په یوې ځانګړې غونډه کې اعلان وکړ چې فرانسه به فلسطین په رسمیت وپېژني. د هغه دا اعلان د غونډې له پراخ ملاتړ سره مخ شو.

امریکا او اسراییل د غونډې له ګډون ډډه کړې او دا بهیر یې د سولې پروسې پر وړاندې “خنډ” بللی دی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ویدیو له لارې غونډې ته وینا وکړه او له هېوادونو یې وغوښتل چې د فلسطین بشپړ غړیتوب په ملګرو ملتونو کې ومني.

په ورته وخت کې د فلسطیني چارواکو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې تر ۶۵ زرو زیات کسان وژل شوي او اسراییلي پوځ تازه د غزې ښار پر ضد ځمکنۍ عملیات پیل کړي دي.