د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه لا هم دوام لري او د نړېوالو د جدي اندېښنې لامل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې افغان نجونې لا هم له منځني ښوونځي پورته زدهکړو ته د تګ اجازه نه لري او د پوهنتونونو دروازې پر هغوی تړلې دي. همدارنګه، ښځې له ډېری دولتي دندو ایستل شوې او یوازې په محدودو سکتورونو لکه روغتیا او ابتدايي زدهکړو کې کار ته پرېښودل شوي دي. د راپور له مخې، د ښځو پر تګ راتګ هم جدي بندیزونه لګول شوي، او په ډېرو برخو کې ښځې یوازې د نارینه محرم په ملتیا سفر کولی شي.
ملګري ملتونه وايي، د ښځو پر کار او زدهکړې بندیز نه یوازې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته هم ستر زیان اړوي. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د ښځو له اقتصادي فعالیتونو د محرومېدو له کبله د افغانستان ناخالص کورني تولید وده یوازې ۲.۵ سلنه ثبت شوې ده.
په راپور کې همدارنګه یادونه شوې، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او اجباري ودونو پېښې زیاتې شوې دي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د بېوزلۍ کچه لوړه ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي، د ۲۰۲۵ په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۹۱ جدي حقوقي سرغړونې چې د ماشومانو او نجونو پر وړاندې شوې، ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي چې د ښځو د حقونو پر ضد دا محدودیتونه د نړیوالو مرستو په بهیر هم مستقیم اغېز کړی دی. د ۲۰۲۵ د بشري اړتیاوو او ځواب پلان یوازې ۲۷.۱ سلنه بودیجه ترلاسه کړې، چې د ښځو د کار او فعالیتونو محدودیتونه یې یو مهم لامل ګڼل شوی دی. مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې د ښځو د ګډون پرته به د مرستو وېش نيمګړی پاتې شي او د میلیونونو افغانانو ژوند به اغېزمن شي.
په نړیواله کچه د طالبانو سیاست پراخ غبرګونونه پارولي دي. د بشري حقونو مدافع ډلې، د ملګرو ملتونو اړوند ادارې او ګڼ شمېر هېوادونه ټینګار کوي، چې د ښځو د زدهکړې او کار مخنیوی د نړیوالو قوانینو او تړونونو ښکاره سرغړونه ده.
کارپوهان وايي، د ښځو د نیمایي نفوس له فعال ګډون پرته د افغانستان د راتلونکي ثبات او ودې تصور ناشونی دی. هغوی زیاتوي، چې د ښځو پر وړاندې روان محدودیتونه نه یوازې د کورنیو ستونزې ډېرې کړي، بلکې د کډوالۍ څپه یې هم پیاوړې کړې ده، ځکه ډېرې کورنۍ د خپلو لوڼو د تعلیم او د ښځو د آزاد ژوند لپاره له هېواده د وتلو لارې لټوي.
