سوداګري

سږکال د کندوز د خټکیو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی

د طالبانو تر واک لاندې د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.

د چارواکو په وینا، سږکال د ۵ زره او ۶۷۴ هکتاره للمي او اوبیزو ځمکو څخه ټولټال ۱۰۹ زره او ۲۲۴ متریک ټنه خټکي راټول شوي دي.

مسوولین زیاتوي چې د خټکیو د محصول د اقتصادي ارزښت د لوړولو لپاره مناسبه زېرمه کول او اغېزمنه بازارموندنه، په ځانګړې توګه د صادراتو برخه، ځانګړی اهمیت لري.

کروندګر هم د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو ټینګار کوي چې حکومت دې د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي څو وکولای شي خپل حاصلات په عادلانه او مناسبه بیه وپلوري.

کندوز د «خربوزې ښار» په نوم هم پېژندل کېږي او د خټکیو بېلابېلې نوعې پکې کرل کېږي. له دې ډولونو څخه عسقلاني او غازي‌خاني ډېر شهرت لري.

کارپوهان وايي، که د خټکیو د صادراتو لپاره لازمې لارې او مناسبې زېرمې برابرې شي، کولای شي د هېواد په کرنیز اقتصاد کې د پام وړ رول ولوبوي. د دوی په باور، د خټکیو د نړیوالو بازارونو موندل نه یوازې د کروندګرو عاید لوړوي، بلکې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پېژندنې او سیالۍ وړتیا هم پیاوړې کوي.