د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د قطر د امیر په بلنه د دوشنبې په سهار (د وږي ۲۴مه) دوحې ته ولاړ، څو د اسلامي او عربي هېوادونو د مشرانو په بېړنۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړي.
ولسمشر پزشکيان د تهران له هوايي ډګر څخه د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف، د ایران د رهبرۍ د دفتر د نړېوالو چارو مرستیال محسن قمي او د کابینې د یو شمېر غړو په بدرګه دوحې ته روان شو.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به په غونډه کې د ایران دریځ روښانه کړي او د غونډې تر څنګ به له یو شمېر مشرانو او لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري.
دغه بېړنۍ غونډه د قطر د امیر په ابتکار جوړه شوې چې پکې به د فلسطین د اسلامي مقاومت د مشرانو پر وروستي برید او د اسرایلي ځواکونو پر دوامدارو بریدونو خبرې وشي او د اسلامي هېوادونو ګډ دریځ ترې راووځي.
کارپوهان باور لري چې د اسلامي او عربي هېوادونو د مشرانو بېړنۍ ناسته ښايي د اسرایيلو د بریدونو په تړاو د غبرګون د همغږۍ لپاره یوه مهمه ډیپلوماټیکه هڅه وي، خو د دغو هېوادونو د سیاسي او امنیتي اختلافونو له امله د عملي او پرېکنده اقداماتو تمه ډېره کمه ده.
په تېرو کلونو کې هم ورته غونډې د فلسطین د قضیې په تړاو ترسره شوې، خو پایله یې تر ډېره په اعلامیو او سیاسي دریځونو محدوده پاتې شوې ده. له همدې کبله، شنونکي وايي چې د دوحې دا ناسته که څه هم د اسلامي هېوادونو د یووالي د ښودلو لپاره یو مهم سمبولیک ګام دی، خو تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چې آیا دا ګډ دریځ به د فلسطینیانو پر ځمکنیو شرایطو هم اغېز ولري او که نه.
