د شانګهای د همکارۍ سازمان اړوند یوې اکسپاڼې چې د دې سازمان اړوند خبرونه خپروي، ویلي دي چې «د سیمې امنیت، ثبات، په افغانستان کې دوامدار پرمختګ او د شانګهای همکارۍ سازمان–افغانستان د تماس ډلې کار» د تاجیکستان د څلور اړخیزې ناستې د بحث موضوعات وو.
د یادونې وړ ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، روسیه، ایران او پاکستان، د وږي په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه په دوشنبه ښار کې د تاجیکستان په مشرۍ د افغانستان په اړه د سلا مشورو په محور یوه ناسته ترسره کړه.
په دې څلور اړخیزه غونډه کې د پاکستان، چین، روسیې او ایران ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې ګډون کړی و.
همداراز، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي دي چې په دې ناسته کې د طالبانو له چارواکو سره د نتیجهمحوره تعامل، د بشري اړتیاوو ملاتړ او په افغانستان کې د مېشتو ګڼو ترهګرو ډلو له جدي ګواښ سره د مقابلې پر سر موافقه شوې ده.
