بشري حقوق

د هلمند اوسېدونکي د طالبانو محکمې په فساد او کم‌کارۍ تورنوي

سرچینې وايي، چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار محکمي مخ ته هره ورځ په سلګونه کسان ددغه ولایت د ۱۸ ولسوالیو څخه د خپلو حقوقي د عوو په موخه راځي. د سرچینو په وینا، دغه قضیې ډېری د د قتل، په بدو کې د نجونو ورکړې، د ځمکي پر سر لانجې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه وي.

دا په داسې حال کې چې د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې د محکمو قاضیان رشوت اخلي او د هغوی شکایتونو ته غوږ نه نیسي.

د کجکي ولسوالۍ د زمینداور سمي یو اوسيدونکي طلامحمد ادعا کوي: «ما ته چې یوه انجلۍ  څو کاله وړاندي د شاهدانو په مخکي په نکاح شوي او هغه ولوور چې ټاکل شوي وه د هغه اداکولو سره هغه کورنۍ ماته وداده نه را کوي نوموړی د کجکي ولسوالۍ ته عارض شوي یم زما خسر او زه یې دغه محکمي ته راولېږلو او دلته هم درې میاشتې پوره شوي مګر هغه قضیه تراوسه هم داسي پاته ده.»

طلا محمد زیاتوي زما خسر پیسي لري ددې پر ځای چې قاضیان‌یې محکمه کړي هغه یې خپل کور ته استولی دی.

همدغه راز بیا د هلمند د نوزاد ولسوالۍ یو بل اوسيدونکي خانګل هم وایې ۱۰ کالو د پټي «ځمکي» د عوه لرم بل چا په زور لاندي کړه حال داچي قباله یې په لاس کې لرم مګر محکمي قاضیان بیخي دروازي ته لانه پرېږدي.

خانګل تور پوري کوي چې ددغه محکمي قاضیان رشوت اخلي او د هغو خلکو کار کوي چې پیسي ولري.

بلخوا بیا ددغه ولایت ځايي چارواکي دانه مني چې ګواکي محکمه  د  خلکو سره بد چلند کوي او ددوي د عوي نه خلاصوي خو زیاتوي چې افغانستان کې څلور لیسزي جګړي تېري وي ځیني قضي د څلور لسیزو ده پاتې دي.