افغانستان

سرچینې: طالبانو یو شمېر نوي جذب شوي پنجشیري ځوانان له دندو ګوښه کړي دي

ځايي سرچینې آمو ته ویلي، طالبان چې څه باندې څلور میاشتې مخکې د پنجشیر ولایت ۴۸۱ تنه ځوانان د پولیسو ځواکونو ته جذب کړي وو، تازه یې ۲۷۰ تنه له دندو ایستلي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو ځوانانو د ګوښه کولو اصلي لامل د طالبانو له لوري د پنجشیر د خلکو پر وړاندې بې‌باوري ښودل شوې، او تمه کېږي چې پاتې نور کسان هم ورو ورو له صفونو وایستل شي.

سرچینې زیاتوي، تر دې وړاندې هم یو شمېر پنجشیریان، چې د جمهوریت پر مهال یې په حکومت او امنیتي ادارو کې دندې درلودې، د “تنقیص” تر عنوان لاندې له دندو لرې شوي وو.

یاده دې وي، چې د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده، سږ کال په یوه فرمان کې د پنجشیر ۴۸۱ ځوانانو ته د پولیسو په لیکو کې د جذب اجازه ورکړې وه. هغه مهال دا اقدام د طالبانو د شفقت نښه بلل شوې وه.

سرچینې ټینګار کوي چې د پنجشیر د اوسېدونکو د ګوښه کولو لړۍ لا هم روانه ده، او ډېری دغه ځوانان د سیاسي بې‌باورۍ له امله له طالبانو سره خپلې دندې پرېیښې دي.