لویدیځه اسیا

د جرمني د پوځ مشر: د پوځ د غړو شمېر باید دوه برابره ډېر شي

د جرمني پوځ مشر په یوه محرم سند کې ویلي، چې دغه هېواد باید د خپلو موجودو ۶۲ زره فعاله عسکرو ته نور ۱۰۰ زره عسکر ورزیات کړي څو د ناټو هغه نوې موخې پوره کړي چې د روسیې د زیاتېدونکي یرغل پر وړاندې د چمتووالي د لوړولو لپاره ټاکل شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د پوځ مشر الفونس مایس د سپټمبر پر ۲مه نېټه په یوه لیک کې چې د دفاع د ستاف مشر کارستن برویر ته یې استولی، لیکلي: «دا حیاتي ده چې پوځ باید تر ۲۰۲۹ پورې د جګړې لپاره کافي چمتووالی ولري او تر ۲۰۳۵ پورې هغه وړتیاوې برابرې کړي چې جرمني یې (ناټو ته) ژمنه کړې ده.»

هغه وویل، د اوسني منظور شوي پرسونل په کچه سره ـ چې ۳۷ زره غیرفعاله ځواکونه هم پکې شامل دي؛ دغو موخو ته رسېدل ناشوني دي.

جرمني له وړاندې په ختیځې اروپا کې خپلو متحدینو ته د ژمنو زیاتول پیل کړي دي، چې په کې په لیتوانیا کې د یوې جرمنې لوا جوړول هم شامل دي چې شاوخوا ۵ زره عسکر به ولري، او همداراز د بالتیک سمندرګي په اوبو کې د سمندري ګزمې ماموریت چې د سمندري ترور د مخنیوي لپاره دی.

مایس غوښتنه وکړه چې تر ۲۰۲۹ پورې باید شاوخوا ۴۵ زره نور فعاله ځواکونه زیات شي ـ هغه کال چې د امریکا په مشرۍ تړون (ناټو) ویلي، روسیه ښایي د لویدیځو متحدینو پر وړاندې د پراخې حملې توان ولري.

مسکو بیا په پرله‌پسې ډول دا تور رد کړی چې ګواکې د ناټو یا د هغې د غړو پر ضد د جګړې نیت لري.