سوداګري

تورخم کې د تازه مېوو سلګونه لارۍ بندې پاتې دي

تورخم کې د افغان سوداګرو سلګونه بار وړونکي موټرونه له څو ورځو راهیسې ایسار پاتې دي. د موټرو ډېری بارونه تازه مېوې او سبزيانې دي چې د اوږده ځنډ له امله یې د خرابېدو او له منځه تلو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغان بار وړونکو موټرو چلوونکو ټولنه وايي، په تورخم کې ځینې محدودیتونه او اداري ستونزې د دې لامل شوي چې د موټرو تګ راتګ له جدي خنډونو سره مخ شي. د هغوی په وینا، د پاکستاني لوري له خوا د موټرو د تېرېدو بهیر ډېر ورو روان دی او ورځ تر بلې د موټرو ګڼې ګوڼې زیاتېږي.

یو موټر چلوونکي آمو ته وویل، چې موټر یې د رومیانو بار لري او له څو ورځو ځنډ وروسته ټول بار خراب شوی دی. هغه وايي، دا وضعیت موټر چلوونکو او سوداګرو دواړو ته درانه مالي زیانونه اړوي.

د خیبر پښتونخوا یو بل سوداګر وايي، هغه مېوې چې په یوه لارۍ کې بار شوې وې، د اوږده ځنډ له امله ټولې له منځه تللې دي. د نوموړي په وینا، دغه ډول ستونزې نه یوازې د سوداګرو پانګه زیانمنوي، بلکې د تازه مېوو د رسېدو لړۍ هم ګډوډوي.

تورخم د افغان صادراتو او وارداتو یوه مهمه لاره ده، چې ډېری تازه مېوې او سبزي له همدې لارې پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي. پخوا هم د دواړو هېوادونو د سیاسي او اداري ستونزو له امله د دې لارې د بندېدو او د بار وړونکو موټرو د ځنډېدو پېښې شوې دي، چې تل د افغان سوداګرو لپاره د لویو مالي زیانونو سبب ګرځېدلي دي.