سویلي آسیا

د خیبرپښتونخوا سر وزیر د پاسپورټ نشتوالي له امله افغانستان ته سفر ونکړای شو

د خیبرپښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور، د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د ده پاسپورټ د ۲۰۲۳ د می په نهمه نېټه د مرکزي حکومت لخوا بند شوی او له همدې امله یې افغانستان ته د سولې خبرو اترو لپاره سفر ونه شو کولای.

د “ډان نیوز” د راپور له مخې، دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان، په ټولنیزه شبکه “ایکس” کې په یوه پیغام کې له ګنډاپور وغوښتل چې د «ګډو موضوعاتو، سولې او امنیت» په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته ولاړ شي او د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره وګوري.

سربېره پر دې، د ۲۰۲۵ د فبرورۍ په ۱۵مه د ګنډاپور په کوربتوب د څو ګوندي سلا مشورې غونډې هم ټینګار کړی و چې له افغانستان سره باید د سولې د ټینګښت لپاره په دولتي کچه خبرې وشي او د همدې هدف لپاره دې له سیاسي او مذهبي شخصیتونو څخه یوه جرګه جوړه شي.

ګنډاپور د خیبرپښتونخوا د ایالتي جرګې د کړنلارې او د دندو د آیین‌نامې د «تصدیق» له مراسمو وروسته خبریالانو ته وویل چې هڅه یې وکړه خپل پاسپورټ تمدید کړي، خو اړوند چارواکو پرېکړه ونه کړه او د دې کار دلیل یې د ۲۰۲۳ د می د نهمې د پېښو وروسته د پاسپورټ بندېدل وښودل.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر همدارنګه ویلي که عمران خان ورته د افغانستان د سفر امر وکړي، نو هغه به بې له پاسپورټ څخه هم دغه هېواد ته ولاړ شي.