د بدني سزاوو د دوام په لړ کې، طالبانو ۱۶ نارینه او ۲ ښځې په کابل، لغمان او بلخ کې په درو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې ویل شوي چې پر دغو کسانو د «نامشروع اړیکې او د نشهيي توکو پلور او قاچاق» تورونه دي.
له دغو کسانو څخه، ۱۴ تنه په کابل کې د نشهيي توکو د پلور په تور له ۲۰ تر ۳۹ دُرو او له لسو میاشتو تر درېیو کلونو بند محکوم شوي دي.
همدارنګه په لغمان د الینګار ولسوالۍ او بلخ ولایت کې، دوه نارینه او دوه ښځې د نامشروع اړیکو په تور په ۳۹ دُرو او له اوو میاشتو تر یو کال بند محکوم شوي دي.
په داسې حال کې چې ریچارد بېنټ، د ملګرو ملتونو د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په شپږمه غونډه کې ویلي چې په روان کال کې ۶۷۲ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو لهخوا په درو وهل شوي دي.
ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د خلکو د سزا کولو دغه ډول تګلاره بنده کړي.
