سرچینی وایی ، د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په ننګرهار کې د پوهنې ریاست ته ویلي چې ښوونکي او نور کارکوونکي دې له لونګۍ پرته خپلو دندو ته حاضر نه شي. وروسته بیا پوهنې ریاست دغه موضوع ټولو ښوونځیو ته رسولي ده.
یوشمېر سرچینې په ننګرهار کې وايي، د پوهنې ریاست د ښوونځیو ادارو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته هېڅ ښوونکی پرته له لونګۍ ښوونځي ته حاضر نشي او که څوک بېلونګۍ ولاړ شي، نه شي کولی خپله حاضري لاسلیک کړي.
سرچینې زیاتوي، ښوونکي اړ دي چې حتماً لونګۍ پر سر کړي او پرته له هغې زدهکوونکو ته درس ور نه کړي.
په جلالاباد ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي یوې بلې سرچینې ویلي، دا سپارښتنه یوازې د ښوونکو لپاره نه ده؛ بلکې صفاکاران، د پخلنځي کارکوونکي او نور اداري کارکوونکي هم باید لونګۍ پر سر خپلو دندو ته حاضر شي، او پرته له هغې اجازه نه لري کار وکړي.
