افغانستان

اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې ویلي، چې د سویس د پرمختیا او همکاریو له ادارې سره یې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې ۱.۵ میلیونه یورو د اقلیمي او ټولنیزو بدلونونو پر وړاندې د مقاومت او چمتوالي پروژې لپاره ځانکړې شي.

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه بودجه د سویس د پرمختیا او همکاریو ادارې له ۸ میلیونه ډالرو اوسني مرستې سره تکمیلوي او په افغانستان کې د ټولنو د ملاتړ لپاره د نړیوالو ګډو هڅو برخه ده، څو له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق او دایمي معیشت جوړولو کې مرسته وشي.

د یادې اتحادیې په وینا، د اقلیمي او ټولنیزو بدلونونو پر وړاندې د بقا وړ معیشتونو د ملاتړ پروژه د سویس د پرمختیا او همکاریو ادارې د ۱۲ کلنې ستراتېژۍ برخه ده. د دې پروژې د فعالیت ساحه به د خوست، پکتیا او دایکنډي ولایتونو ته وغځېږي او د ۱۶ ولسوالیو تر ټولو بېوزله کورنۍ به پکې راونغښتل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دغه پروژه چې د ۲۰۲۸ زېږدیز کال د جنورۍ تر میاشتې دوام کوي، د څلورو کلیدي لارو له لارې خپل اغېز ښيي: د طبیعي سرچینو ښه مدیریت، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د بقا وړ معیشتونو تنوع، د ټولنیز یووالي پیاوړتیا او د ټولنو د اقلیمي ګډو اقداماتو لپاره له چارواکو سره نښلول.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماتیکې استازولۍ کاردار ورونیکا بوسکوویچ-پوهار ویلي: «اروپايي ټولنه د سویس د پرمختیا او همکاریو له ادارې سره په ګډه د داسې پیاوړو افغان ټولنو پر جوړولو پانګونه کوي چې وکولای شي د اقلیمي بدلونونو پر اغېزو مقاومت وکړي او خپل معیشت خوندي وساتي. د افغانانو پراخ راستنېدل پر هغو محلي ټولنو نور فشار زیاتوي چې له وړاندې د طبیعي سرچینو د کمښت او د معیشت د ستونزو سره مخامخ دي.»

په ورته وخت کې د سویس د پرمختیا او همکاریو ادارې د افغانستان د دفتر د اړیکو مشر مسعود کروخیل ویلي: «د اروپايي ټولنې ملاتړ د سویس د پرمختیا او همکاریو ادارې ته زمینه برابروي چې د اقلیمي او ټولنیزو بدلونونو پر وړاندې د بقا وړ معیشتونو د ملاتړ پروګرام ساحه پراخه کړي او له افغان ټولنو سره د سرچینو د بېرته ترلاسه کولو، بدلونونو ته د تطابق او د معیشتونو د مقاومت د جوړولو لپاره کار وکړي.»