د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

د طالبانو د دوو وزارتونو ترمنځ د قطري ښځینه چارواکې د هرکلي پر سر شخړه شوې

یوې باوري سرچینې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر خالد حنفي د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام غندلی چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې لوړپوړې ښځینه چارواکې هرکلی یې کړی و، او دا کار یې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» بللی دی. دا موضوع د دواړو وزارتونو ترمنځ د ښکاره شخړې سبب شوې ده.

تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مریم بنت علي بن ناصر المسند، د بشري مرستو له یوه کاروان سره کابل ته راغله. په هوايي ډګر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو، په ګډون د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردک، د هغې هرکلی وکړ.

خالد حنفي ټینګار کړی چې بهرني هېوادونه باید یوازې د نارینه استازي افغانستان ته واستوي او آن  ګواښ یې کړی چې د نورو ادارو مسوولین هم د محاکمې لاندې راوستل کېدای شي.

په ځواب کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څرګنده کړې چې «هیڅ اداره حق نه لري د بهرنیو چارو وزارت په دیپلوماتیکو چارو کې لاسوهنه وکړي.»

شنونکي وایي، دا تازه شخړه د طالبانو دننه ژور اختلافونه ښکاره کوي. د امر بالمعروف وزارت پر سختو ټولنیزو او مذهبي محدودیتونو ټینګار کوي، خو د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي له نورو هېوادونو سره اړیکې وساتي او د طالبانو د واکمنۍ یو نرم انځور وړاندې کړي.

قطر د طالبانو له مهمو سیاسي او اقتصادي ملاتړو ګڼل کېږي، او د دې هېواد د یوې ښځینه لوړپوړې چارواکې حضور په کابل کې د دواړو لورو د اړیکو ځانګړی اهمیت ښيي. خو د طالبانو دننه د سخت دریځو مخالفتونه دا څرګندوي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا هم د دې ډلې د بهرني تعامل پر وړاندې لوی خنډ دي.