افغانستان

روسیې د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د بشري مرستو دویمه جوپه کابل ته استولې ده

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت په خپل ټېلګرام چینل کې لیکلي چې افغانستان ته یې د بشري مرستو دویمه جوپه استولې ده.

دغه مرستې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې اوونۍ زلزلې زیانمنو کورنیو ته ځانګړې شوې ده.

په خپاره شوي پیغام کې راغلي: «د ایلوشین-۷۶ الوتکې له ژوکوفسکي هوايي ډګر څخه د تلو پر مهال له ۲۰ متریک ټنو څخه ډېرې خېمې او کمپلې انتقال کړې چې د ویجاړونکې زلزلې له امله اغېزمنو خلکو ته ورسېږي.»

دغه مرسته د روسیې د ولسمشر ولاډیمیر پوټین د لارښوونو او د روسیې د حکومت د سپارښتنو له مخې استول شوې ده.

تېره اوونۍ یوې سترې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ کسانو زیات مړه شول او شاوخوا ۳۶۰۰ افغانان ټپیان شوي دي. د روسیې د بشري مرستو لومړني ۲۰ متریک ټنه جوپه د سپټمبر په ۵مه افغانستان ته ولېږدول شول.