د پېښور سترې محکمې مشر قاضي،عتیق شاه، نهه قضايي افسران د «ناوړه چلند، فساد او کمکارۍ» په جرم له دندو لرې کړل.
دغه افسران د روان کال په پیل کې بېرته ګومارل شوي وو خو په تازه څېړنه کې یوځل بیا مجرم وپېژندل شول.
د له دندې لرې شویو افسرانو په ډله کې د ولسوالیو او سبسټیشنو څلور اضافي قاضیان شامل وو. د هغوی هویت ملک امجد رحیم، منظور قادِر، قیصر رحیم او مېرمن رِفت عامر؛ څرګند شوی دی. همدارنګه څلور لوړپوړي ملکي قاضیان؛ صفیر قیصر ملک، عادل اکبر خان، رشید رؤف سواتی او شاه حسین؛ او یو ملکي قاضي، تصور حسین شامل دي.
د عالي محکمې په وینا، د یادو افسرانو پر ضد د ناوړه چلند، فساد او کمکارۍ په تور د خیبر پښتونخوا د حکومت د مامورینو د کړنو او انضباط د ۲۰۱۱م کال د اصولو لاندې د نظم څېړنه پیل شوې وه.
د پېښور د عالي محکمې قاضي د دغو تورونو څېړنه وکړه، هغوی یې ګناهکار وپېژندل او د لویې سزا سپارښتنه یې وکړه.
