د هېواد ختيځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو لپاره د چین د حکومت له لوري د بېړنیو بشري مرستو لومړۍ جوپه د یکشنبې په ورځ پلازمېنې کابل ته ورسېده.
چیني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه مرستې د ۵۰ میلیونو یوانو (شاوخوا ۷ میلیونه امریکايي ډالرو) د ټولې مرستې یوه برخه ده چې د زلزلېځپلو لپاره ځانګړې شوې ده.
دوه الوتکې د یکشنبې سهار د الوتنې لپاره پلان شوې وې او نن سهار کابل ته د سهار شاوخوا ۹ بجې ورسېدې.
په مرستو کې کمپلې او خیمې شاملې دي. تېره اوونۍ، په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې، د زلزلې له امله له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شول او زرګونه کورونه به بشپړ یاهم نیمهبشپړ ډول ویجاړ شول.
