منځنی ختیځ

زلزله‌ځپلې ښځې: په کمپونو کې د ژوند لومړني اسانتیاوې نه لرو

یو شمېر زلزله‌ځپلې ښځې چې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په یوه کمپ کې اوسیږي، وايي چې له لومړنیو اړتیاوو بې‌برخې دي.

دوی زیاتوي، چې په کمپ کې لومړني اسانتیاوې او حتی د تشناب او لمانځه لپاره ځانګړي ځایونه نه دي برابر شوي.

یو شمېر زلزله‌ځپلي ښځې چې د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو لپاره په یو جوړ شوي کمپ کې اوسي، د لومړنیو توکو له نشتوالي سخت شکایت کوي.

دغه ښځې وايي، چې تشناب او د لمانځه لپاره ځای ځانګړي ځایونه نشته.

یوې ښځې آمو ته وویل: «پیاله نشته، لوټکه نشته، بستره نشته، جای نماز نشته، بوکره (بورقع) نشته، د چا سره جامې شته او له چا سره نشته. ځينې ښځې د نارینه وو په کمیسونو (جامو) کې راغلې.»

هغوی همدارنګه له طالبانو او خیریه بنسټونو د مرسته غوښتنه کوي. تېره اوونۍ په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله له ۲۲۰۰ ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړ.