افغانستان

ملګري ملتونه: کونړ ته د زرګونو بیړنیو سرپناوو رسولو بهیر پیل شو

د ملګري ملتونه د کډوالو عالي کمېساري وايي، د دې ادارې لومړنۍ بیړنۍ مرستې، چې زرګونه خیمې پکې شاملې دي، د کونړ ولایت تر ټولو لرې او ستونزمنو سیمو ته رسېدلي دي.

د مرستو هدف شاوخوا ۶ زره کورنۍ دي. د وېش بهیر د ملګري ملتونه د همکارې موسسې «د بشري مرستو د همکارۍ موسسه» له لارې پیل شوی دی. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې لومړیتوب به هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.

د ختیځو ولایتونو وژونکې زلزلې شپږ ورځې تېري شوي، خو لا هم جسدونه تر کنډرونو لاندې پاتې دي. امبولانسونه د ټپیانو او وژل شویو د انتقال لپاره دوامداره هڅې کوي. د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ روغتون کې زیاتره ماشومان او مېرمنې ساتل کېږي چې ټول د خپلو کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، ټپیان د خراب وضعیت له امله کابل ته د درملنې لپاره انتقالیږي. راپورونه ښيي چې تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان او مېرمنې دي. سیمه‌ییزې سرچینې زیاتوي، په کونړ کې د ټپي شویو ښځو لپاره کافي ښځینه ډاکټران نه شته او عاجلې طبي مرستې ته اړتیا ده.

بل لور ته، د طالبانو د عدلیې ریاست په ننگرهار کې د مرستندویه ادارو پام راواړولی چې د مرستو د وېش پر مهال د ښځو عکسونه ونه اخلي. په خبرپاڼه کې راغلي: «ټولو خیریه ادارو ته سپارښتنه کېږي چې د مرستو پر مهال د اسلامي او افغاني ارزښتونو بشپړ احترام وکړي او حساسیت راپورته کوونکې کړنې ترسره نه کړي.»

د ملګري ملتونه د پرمختیايي پروګرام تازه راپور ښيي، په ختیځ  کې د زلزلې له امله ۲۲۰۰ کسان مړه شوي، ۳۶۰۰ ټپیان شوي او ۶۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي. په ټولیز ډول شاوخوا ۸۴ زره کسان زیانمن شوي دي.

د ملګري ملتونه د پرمختیايي پروګرام مشر استیفان رودریګز وايي: « شاوخوا ۸۴ زره کسان د دې زلزلې له اغېزو سره مخ شوي دي. ښوونځي او روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي، د اوبو ۶۸ اصلي سرچینې له منځه تللي او زرګونه خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.» د ملګري ملتونه د خوراک او کرنې سازمان وايي، نږدې یو میلیون څاروي هم په ننگرهار او کونړ کې زیانمن شوي دي.

د ملګري ملتونه ویاند خبرداری ورکوي چې د زلزلې دوامدار ټکانونه د مرګ‌ژوبلې او ویجاړیو د زیاتوالي سبب شوي او د مرستندویه عملیاتو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي. هغه ټینګار کوي: «که مرستې سمدستي بسیج نه شي، د خلکو کړاو به ډېر شي او ډېر خلک به ژوند له لاسه ورکړي.»

تیره اونۍ یوې ۶ ريښتره زلزلې کونړ، ننگرهار، لغمان، نورستان او پنجشیر ولړزول، او وروسته د ځمکلړې څو پرلپسې ټکانونه هم ثبت شول.