د متحده ایالاتو د ځمکپوهنې مرکز راپور ورکړی چې د ۵.۲ ریښتر په کچه یوې زلزلې د کونړ ولایت د مرکز اسدآباد څخه د جنوبلوېدیځ پر لور په ۳۹ کیلومتره فاصله کې رامنځته شوې ده.
دغه زلزله د ځمکې په ۹.۱ کیلومتره ژوروالی کې شوې ده.
سرچینو آمو ته ویلي چې د زلزلې ټکانونه په کابل او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم احساس شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګژوبلې یا زیانونو راپور نه دی خپور شوی.
