د افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو لپاره د اروپايي ټولنې دویمه مرستندویه جوپه نن جمعه په کابل ته ورسیده.
د اروپايي ټولنې او یونیسف په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا محموله د ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکو یوه برخه ده، چې په دوو الوتنو کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې کابل ته لېږدول شوې ده.
یونیسف ویلي چې پرون له لومړۍ زلزله یوازې څو ورځې وروسته، په افغانستان کې یوه بله قوي زلزله د ختیځو سیمو ځمکه ولړزوله. دوی زیاتوي چې د زلزلهځپلو کورنیو اړتیاوې، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې خپل عزیزان، کورونه او د اوبو سرچینې یې له لاسه ورکړي، په چټکۍ سره ډېریږي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
یونیسف ویلي چې د اروپايي ټولنې د ملاتړ په مرسته، نن د ژوند ژغورونکو توکو دویمه مرستندویه محموله کابل ته ورسېده. د اروپايي ټولنې لومړۍ محموله بیا پرون پنجشنبه کابل ته رسیدلې وه.
دغه مرستې داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې نړیوالو مرستندویه ادارو څو ځلې خبرداری ورکړی چې د زلزلهځپلو سیمو بشري وضعیت خورا خراب دی او عاجل نړیوال ملاتړ ورته اړین دی.
