سره له دې چې بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو د میلیونونو ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړې، د کونړ خلک وايي چې لا هم ورته د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه دي برابرې شوې.
نړېدلي کورونه او پراخې ویجاړۍ د خلکو کړاوونه څرګندوي، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند یې ګواښمن کړی دی. ځايي اوسېدونکي طالبان د مرستو په وېش کې بېکاره بولي او وایي چې نړیوالې مرستې لا هم سیمې ته نهدي رسېدلي.
د کونړ یو اوسېدونکی، زاهدالله وویل: «موږ خپلې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړې، بې سرپناه یو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو.»
نصیبالله، یو بل اوسېدونکی وايي: «تر اوسه مهمې مرستې راته نه دي رسیدلي. موږ ژوند له لاسه ورکړی او لا هم د څښاک اوبو، خوړو او سرپناه نشتوالی احساسوو.»
لا هم ځینې قربانیان له ویجاړو کورونو لاندې پاتې دي او خلک د خپلوانو د موندلو لپاره پر بیل او کلنګ سره هڅې کوي. د طالبانو رسمي احصایې ښيي چې له دې ځمکځپنې څخه ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او له ۳۶۵۰ څخه زیات ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د زلزلهځپلې سیمې نږدې ۶۵٪ کورونه یا بشبړ ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) د زیانمنو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، «اندېښمنوونکی» بللی او ویلي یې دي چې سرپناه، د څښاک اوبو، خوړو او روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا ده.
سره له دې له زلزلې پنځه ورځې وروسته، د طالبانو مشر د قربانیانو لپاره کوم تسليتي پیغام نهدی ورکړی او د دې ډلې کوم لوړپوړي چارواکی هم کونړ ته نه دی تللی.
