د پولیسو په وینا، د جمعې په سهار شاوخوا اته بجې د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې یو ډمپر موټر د ښوونځي پر ماشومانو وخوت چې له امله یې درې ماشومان مړه او پنځه نور ټپیان شول.
د ډان ورځپاڼې د ایبټ اباد د پولیسو ویاند اعظم میر افضل له قوله ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان د «لېډي ګارډن» عامه پارک ترڅنګ له سړک تېرېدل.
د ده په وینا، پر موټر چلوونکي د لومړنۍ قضیې راپور (FIR) ثبت شوی، خو نوموړی له سیمې تښتېدلی دی. پولیسو ډمپر موټر هم ضبط کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال احمد فېضي وویل، چې د پېښې د خبر تر ترلاسه کېدو وروسته ژر د ژغورنې ټیم ځای ته ولېږل شو. د مړو ماشومانو جسدونه او ټپیان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
