له د ننګرهار ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ په سُتن درې سیمه کې، یو شمېر کورنۍ د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو دباندې او تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي.
د ځایي خلکو په وینا، هم هغه کورنۍ چې کورونه یې نړېدلي او هم هغه کورنۍ چې کورونه یې روغ پاتې دي، اوس پنځمه شپه ده چې د وېرې له امله له خپلو کورونو بهر اوسي.
د سرچینو په وینا، زلزلې خلک سخت وېرولي او هره ورځ او شپه د زلزلې ټکانونه کېږي او دوی د زلزلې له وېرې خپلو کورونو ته نه ځي؛ ځکه کورونه یې د غره په لمنو کې دي او د نړېدلو ګواښ یې ډېر دی.
دوی وایي د څلورو شيو په تېرېدو لا هم طالبانو دوی ته خېمې، خوراکي توکي او درمل نه دي راوړي چې خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.
دوی زیاتوي چې د طالبانو او مرستندویه بنسټو ټول پام کونړ ته دی او د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته یې تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ور وړې.
د یکشنبې زلزلې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې ۱۲ کسان چې ماشومان هم پکې وو مړه او له دیرشو ډېر ټپبان کړي و او شااوخوا ۸۰ کورونه یې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي و.
