د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه وتلي لوبغاړي، محمد نبي او راشد خان، د کونړ د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره هڅې پیل کړي دي.
محمد نبي د خپل خیریه بنسټ له لارې د انلاین نغدي مرستو کمپاین پیل کړی او تر دې مهاله یې نږدې ۴۱۹۱۰ انګلیسي پونډه راټولې کړې دي. هغه د راټولوونکو مرستو حداکثر کچه تر ۵۰ زره پونډو ته ټاکلې ده. د نوموړي بنسټ لا دمخه ځینې بېړنۍ مرستې زلزلهځپلو کورنیو ته رسولې دي.
راشد خان، د ملي لوبډلې کپتان، هم د کونړ د زلزلهځپلو لپاره خپل کمپاین پیل کړی او تر دې مهاله یې نږدې ۷۸۸۶۲ یورو راټولې کړې دي. هغه ویلي چې غواړي ټولې مرستې تر ۲۵۰ زره یورو ورسیږي او دا پیسې به د خیریه بنسټونو له لارې د ټپیانو درملنې، بېوزلو کورنیو ته د خوړو او سرپناه برابرولو او د کورونو د بیا رغونې لپاره وکارول شي.
د دواړو لوبغاړو کمپاینونه د ګوفنډ نومي انلاین مرستو پلیټفارم له لارې پرمخ ځي او هغوی له افغانانو او نړیوالو غوښتي چې د زلزلهځپلو ملاتړ ته دوام ورکړي. محمد نبي او راشد خان مخکې هم په هرات، فراه، بادغیس، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د طبیعي افتونو پر مهال بېکوره خلکو ته مرستې او کورونه جوړ کړي دي.
