سویلي آسیا

په کوټه کې د یوې غونډې په بمي چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي چې د بلوچستان مرکز کوټه کې د یوې غونډې پر مهال د بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، وسله‌والې ډلې داعش د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دې برید مسئولیت منلی دی.

حمزه شفاعت، د پاکستان یو دولتي چارواکي، ویلي چې دا غونډه د بلوچستان د پخواني لومړي وزیر او ملت‌پال مشر سردار عطاالله منګل د مړینې د کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه. د هغه په وینا، د نوموړي زوی سردار اختر منګل چې په مراسمو کې موجود و، زیانمن شوی نه دی.

د چارواکو په وینا، بم د موټرو په تم ځای کې هغه مهال وچاودېد چې خلک له غونډې وتل. د پولیسو یو بل مقام ویلي چې د پېښې څېړنې روانې دي او شواهد ښيي چې دا ښايي ځانمرګی برید وي.

کوټه د بلوچستان مرکز دی، هغه ایالت چې له ایران سره ګډه پوله لري او د اسلام‌پالو یاغیانو او بلوڅ بېلتون‌پالو د فعالیتونو مرکز ګڼل کېږي.