اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د دوی د دوو مرستندویه محمولو لومړۍ جوپه، چې ۱۳۰ ټنه وزن لري، نن پنجشنبه کابل ته رسېدلې ده. دغه مرستې د ختیځ افغانستان د زلزلهځپلو ماشومانو او کورنیو د ملاتړ لپاره استول شوې دي.
اروپايي ټولنه وايي، دویمه جوپه به سبا د جمعې په ورځ کابل ته ورسېږي.
د دې ټولنې په وینا، مرستې چې په بشپړ ډول د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو له لوري تمویلې شوې دي، پکې خیمې، د بیړنۍ سرپناه توکي، کالي، طبي وسایل او اوبه شامل دي. دا جوپه د دوو چارټر الوتنو له لارې لېږدول شوې ده.
اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي: «دې زلزلې د افغانستان خلکو ته پراخ کړاوونه ورکړي او د زیانمنو سیمو اړتیاوې سختې او په زیاتېدو دي. اروپايي ټولنې سمدستي د حیاتي مرستو د رسولو لپاره اقدام کړی دی. سربېره پر دې، یو میلیون یورو بیړنی بودیجه هم هغو همکارو سازمانونو ته ځانګړې شوې چې په سیمه کې د مرستو چارې پر مخ وړي.»
په ورته وخت کې، تاجالدین اویوال، په افغانستان کې د یونیسیف استازي ویلي: «هغه ماشومان او کورنۍ چې د زلزلې له امله زیانمن شوي، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د اروپايي ټولنې په سخاوتمندانه ملاتړ به اړین توکي واستول شي او د یوې اغېزمنې ټولنې د بیړنۍ مرستې ډاډ به ترلاسه شي.»
نوموړي زیاته کړې چې د دې مرستو له لارې یونیسف او د دې ادارې شریکان کولای شي په چټکۍ سره د بیړني غبرګون کچه لوړه کړي او د کونړ، ننګرهار او ګاونډیو اغېزمنو ولایتونو د کورنیو لپاره لنډمهالې سرپناه، پاکې اوبه، طبي مرسته او د ژمي د ساتنې وسایل برابر کړي.
یونیسف وايي له زلزلې راهیسې د دوی ټیمونه په اغېزمنو سیمو کې موجود دي او له ځایي همکارانو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره په نږدې همغږۍ کار کوي، څو اړینې مرستې ورسوي او د ماشومانو او کورنیو عاجلې اړتیاوې پوره کړي.
