استرالیا اعلان کړی چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د بیړنۍ مرستې په توګه یو میلیون ډالر ورکوي. دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر تر مشرۍ لاندې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق (AHF) څخه ولېږدول شي، څو مرسته یوازې اړمنو خلکو ته ورسېږي، نه د طالبانو رژیم ته.
د افغانستان ختیځ کې د کونړ په غرنیو سیمو کې د څه باندې ۶ درجې په کچه زوروره زلزله شوې چې د طالبانو د چارواکو په وینا له ۱۴۰۰ زیات کسان یې وژلي دي. د مړو شمېر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه لا هم ژغورونکي د زرګونو وران شوو ودانیو له کنډوالو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د راایستلو هڅې کوي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وونګ او د نړیوالې پرمختیا وزیرې ان علي په یو ګډ بیان کې وویل:
«دې زلزلې د افغانستان د بشري ناورین بڼه لا پسې کړکېچنه کړې، په داسې حال کې چې د هېواد نږدې نیمایي وګړي له مخکې هم له شدیدې اړتیا سره مخ دي. زموږ فکرونه د دې غمیزې له قربانیانو، د هغوی له کورنیو او د اسټرالیا له افغان ټولنې سره دي.»
وزیرانو زیاته کړه چې اسټرالیا د افغانانو د ملاتړ لپاره ژمنتیا لري. د هغوی په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې اسټرالیا له افغانانو سره تر ۲۶۰ میلیونه ډالرو ډېرې مرستې کړې دي، چې ډېری یې د ښځو او نجونو ملاتړ ته ځانګړې شوې دي.
همدارنګه، ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو له مرکزي صندوق څخه ۷.۶ میلیونه ډالر د افغانستان د زلزلهځپلو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانکړې کړي دي.
