افغانستان

ملګري ملتونه: لا هم د کونړ د زلزلې قربانیان تر خاورو لاندې دي

ملګري ملتونه وايي چې لا هم ګڼ قربانیان د شپږ ریښتره زلزلې تر خاورو او کنډرو لاندې پاتې دي او د ژغورنې هڅې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د یاد سازمان د ریپورټ له مخې مطلع الله، د کونړ د نورګل ولسوالۍ یو سیمه‌ییز کارکوونکي ویلي چې د ځینو کلیو اوسېدونکي لا تر اوسه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. د ده په وینا، د ژغورنې بهیر ډېر ستونزمن دی ځکه ځینې سیمې د ځمکې ښویېدنو له امله تړل شوي دي.

په دې زلزله کې تر اوسه له ۱,۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳,۰۰۰ زیات ټپیان دي. تر ټولو ډېر تلفات په کونړ کې ثبت شوي؛ خو په ننګرهار او لغمان کې هم لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې یوازې په دوو ورځو کې یې د چورلکو ۱۵۵ الوتنې ترسره کړې او نږدې ۲,۰۰۰ ټپیان یې سیمه‌ییزو روغتونونو ته لېږدولي دي. یو ګرځنده کلینیک هم په مزار دره کې ځای پر ځای شوی؛ خو د بې‌سرپناه خلکو لپاره خیمې نه دي درول شوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي د قربانیانو شمېر زیات شي، ځکه ډېر کسان لا هم تر خاورو لاندې دي. دغه سازمان د بیړنیو مرستو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او بریټانیا، اروپايي ټولنې، متحده عربي اماراتو او هند د مرستې ژمنه کړې ده.

افغانستان چې له لسیزو جګړو وروسته له بېوزلۍ، وچکالۍ او د کډوالو د ستنېدو له کړکېچ سره مخ دی، د دې زلزلې له امله له یو نوي ستر انساني ناورین سره لاس او ګرېوان دی.