سویلي آسیا

په کورمه کې پر موټر د وسله‌والو برید کې ۶ تنه وژل شوي

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، لږ تر لږه شپږ تنه هغه مهال ووژل شول چې وسله‌والو د کورمې په ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر برید وکړ.

د کوهاټ د سیمې د پولیسو مشر عباس مجید مروت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په کوز کرم کې پر مسافر وړونکي موټر پر ډزو شوي او په پېښه کې شپږ مسافر وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «له دې ترهګریزې پېښې وروسته د پلټنې عملیات پیل شوي، ۱۲ مشکوک کسان نیول شوي او له هغوی څخه د وسلو یوه ستره کټه ترلاسه شوې ده.»

مروت ټینګار وکړ: «ترهګر به هېڅکله ونه بښل شي. هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د سیمې سوله ګډه وډه کړي.»

نن له دې وړاندې، د کرم د پولیسو ولسوالۍ آمر ملک حبیب خان ویلي و، چې بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي. هغه وویل: «مړي روغتون ته لېږدول شوي دي» او ټینګار یې وکړ چې د پېښې پلټنې روانې دي.

کورمه له اوږدې مودې راهیسې د قبیلوي شخړو ښکار دی، چې د ځمکې د لسیزو زاړه لانجې یې لامل ګرځېدلي. یوازې تېر کال د دغو شخړو له امله لږ تر لږه ۱۳۰ کسان ووژل شول.