سویلي آسیا

د خيبر پښتونخوا په ښوونځیو کې د سهار غونډو پر مهال د درې ځله درود ویلو امر شوی


د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي زده‌کړو ریاست یو تازه حکم خپور کړی چې له مخې به په ټولو دولتي ښوونځیو کې د سهارنۍ غونډې په پیل کې د قرآن څو آیتونه تلاوت کېږي، درې ځله به درود شریف ویل کېږي او تر دې وروسته به د پاکستان ملي ترانه غږول کېږي.

د ریاست عمومي رییس ټولو اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د خپلو سیمو ښوونځيو د غونډو پر مهال د نظم، حاضري، زده‌کوونکو د ګډون او د پروګرامونو د سم تطبیق څارنه وکړي.

په رسمي اعلامیه کې ټینګار شوی چې په سهارنیو غونډو کې به د ورځې یوه ځانګړې وینا، ملي ترانه، او مهم پېغامونه هم شامل وي.

دا اقدام داسې مهال شوی چې په خيبر پښتونخوا کې د ښوونځیو د نصاب او فعالیتونو په اړه د دیني ارزښتونو د زیاتولو هڅې روانې دي. د درود شریف درې ځله ویلو خبره په ځانګړي ډول د خلکو پام ځان ته رااړولی، ځکه چې دا لومړی ځل دی د یوې رسمي حکومتي خبرتیا له لارې پر ټولو دولتي ښوونځیو لازمي کېږي.

که څه هم چارواکي وایي چې دا اصول به د زده‌کوونکو د نظم او انضباط په ټینګښت کې مرسته وکړي؛ خو څارونکي اټکل کوي چې ښايي دا کار په تعلیمي چارو کې د دیني مراسمو زیاتولو په اړه بحثونه راپورته کړي.