افغانستان

تاجکستان د افغانستان له زلزله‌ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

د تاجکستان حکومت د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د خلکو د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو له کبله خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو درد د تاجکستان د خلکو ګډ درد دی او د دغه هېواد ولس د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

په اعلامیه کې راغلي: «د تاجکستان جمهوریت د افغانستان له ګاونډي او ورور ولس ته تسلیت څرګندوي. موږ د قربانیانو کورنیو ته د صبر او زغم دعا کوو او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله لرو.»

دغه پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د چارواکو په وینا، د یکشنبې شپې زلزلې یوازې په کونړ ولایت کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژلي او څه باندې ۲۵۰۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

همدارنګه، د ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشیر په ولایتونو کې هم خلکو ته مرګ‌ژوبله او مالي تاوان اوښتی دی. طالبان وایي د ژغورنې عملیات روان دي او کېدای شي د تلفاتو شمېر زیات شي.