د عزیزی بانک مالک میرویس عزیزی ویلي، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې د سختې زلزلې له امله یې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرستې ځانګړی بسته د زیانمنو سیمو لپاره اعلان کړې ده.
د نوموړي په وینا، د عزیزی بنسټ مرستندویه ډلې به ژر تر ژره زیانمنو سیمو ته ولاړې شي، څو د خلکو بیړنۍ اړتیاوې وارزوي او د مرستو وېش په چټکۍ سره پیل شي.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې د دې ادارې کارکوونکي د افغانستان په زلزلهځپلو سیمو کې شتون لري او اړمنو ته د خوړو مرستې رسوي. دغه بنسټ زیاته کړې چې له نورو بشردوستانه بنسټونو سره د لوژستیکي او هوایي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ لپاره تیار دي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه یوه زوروره زلزله د هېواد ختیځ ولایتونه لکه کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولړزول او سخت تلفات او زیانونه یې واړول.
د خوړو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه هوايي خدمت له لارې یې لوژستیکي او هوایي امکانات د پراخو زیانمنو سیمو د ملاتړ لپاره تیار دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان محمد نبي له خلکو غوښتي چې د زلزلهځپلو کورنیو سره مالي مرستې وکړي. ده ویلي: «ډېرو کورنیو د خپلو غړو نیمایي له لاسه ورکړي دي.»
محمد اعظم، چې د کنړ ولایت د یوې کلیوالې سیمې اوسېدونکی دی، ویلي چې خپل زوی، درې لوڼې او څو خپلوان یې له لاسه ورکړي دي. وايي: «کله چې زلزله راغله، چت پر کور راولوېد. یوازې دوه تنه مو وتښتېدای شو.»
یو بل ژغورل شوی کس ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې کله یې کور ونړېد، سړک ته وتښتېد؛ خو د کورنۍ د غړو غږونه یې اورېدل چې تر نړېدو لاندې بند پاتې وو او د ژغورنې غوښتنه یې کوله. نوموړي ویلي: «لومړی مو ماشومان را وایستل، بیا مو نور له خاورو او کنډوالو وژغورل. په دې ناورین کې ډېرې کورنۍ د خپلو غړو نیمایي له لاسه ورکړې.»
