د طالبانو د سترې محکمې په وینا، د دوشنبې په ورځ (وږي ۹مه) ۱۲ کسان د مخدرتوکو اړوند جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.
محکمې په خبرپاڼه کې ویلي چې دغو کسانو ته د نشهيي ټابلیټونو، الکولي مشروباتو او چرسو د پلور او قاچاق په تور سزا ورکړل شوه. د محکمو د پرېکړې پر بنسټ، دوی له اوو میاشتو تر دوو کلونو پورې د بند ترڅنګ د ۱۰ څخه تر ۳۹ پورې د درو وهلو په سزا محکوم شوي دي.
طالبانو د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې طالبانو په جوزجان ولایت کې هم یو سړی او یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په درو وهلي وو.
د هېواد یو شمېر وګړي او د بشري حقونو فعالان د طالبانو پر دغه سختدریځه چلند نیوکه کوي او په عام محضر کې د خلکو په درو وهل د بشري حقونو ښکاره نقض بولي.
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپورګر هم په خپل تازه راپور کې د طالبانو دغه ډول سزاوې غندلې دي. هغه ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نارینه ډېری وخت له کافي اسنادو پرته او له عادلانه محاکمې لرې، د طالبانو له لوري مجازات کېږي، چې تر ټولو ډېر قربانیان یې ښځې او نجونې دي.
