د یمن د حوثيانو ډلې تر واک لاندې د حکومت لومړی وزیر او څو تنه نور وزیران د اسراییلو په یوه هوایي برید کې ووژل شول. دغه برید د پلازمېنې صنعا پر لور شوی و، او د حوثيانو د سترې سیاسي شورا مشر د شنبې په ورځ د دغه خبر پخلی وکړ. دا لومړی ځل دی چې په داسې برید کې د حوثيانو لوړپوړي چارواکي وژل کېږي.
د حوثيانو یوه چارواکي مهدي المشاط زیاته کړه چې د پنجشنبې د ورځې په برید کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي، خو د ټپیانو په اړه یې جزییات ورنه کړل.
اسراییلو د جمعې په ورځ ویلي و چې د دغه هوايي برید هدف د حوثي ډلې د پوځ لوی درستیز، د دفاع وزیر او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي وو، او د برید د پایلو د کره کېدو هڅه روانه ده. د المشاط په بیان کې دا روښانه نه شوه چې ایا د حوثي د دفاع وزیر هم د وژل شویو په ډله کې دی او که نه.
احمد غالب الرحوي یو کال وړاندې د یمن د حوثي حکومت د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و، خو د حکومت اصلي مشر د هغه مرستیال محمد مفتاح و، چې د شنبې په ورځ د لومړي وزیر د دندو د پرمخ وړلو لپاره وګومارل شو.
رحوي زیاتره د یوه نوميالي څېرې په توګه پېژندل کېده او د حوثي د رهبرۍ د ننه کړۍ برخه نه و. نوموړی د پخواني یمني ولسمشر علي عبدالله صالح نږدې ملګری و، هغه ولسمشر چې حوثیانو په ۲۰۱۴ کال کې له صنعا وشاړه او له هماغې ورځې د یمن کورنۍ جګړه پیل شوه. خو وروسته رحوي خپله لاره له حوثیانو سره یو ځای کړه.
له هغه وخته تر اوسه، یمن د صنعا په مرکز د حوثي د واکمنۍ او په عدن کې د سعودي په ملاتړ د یوې بلې ادارې ترمنځ ویشل شوی دی.
