د بریټانیا د علومو، نوښت او ټکنالوژۍ کمېټې د افغانستان د محرم معلوماتو د افشا کېدو (په ۲۰۲۱ کال کې) له پېښې وروسته، د امنیتي سپارښتنو د بشپړې نه پلي کېدو په اړه د وضاحت لپاره د دولت لوړپوړي چارواکي پارلمان ته احضار کړي دي.
دغه پېښه چې د دفاع وزارت د خطا له امله رامنځته شوه، د هغو افغانانو نومونه او د هغوی د اړیکو معلومات یې علني کړل، چې له بریټانوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، او د هغوی ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړ.
چي اونوراه، د کمېټې مشرې، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د بریټانیا پخواني حکومت د یوې محرمې امنیتي څېړنې له ۱۴ سپارښتنو یوازې ۱۲ عملي کړې او دوه نورې تر اوسه بېنتیجې پاتې دي.
هغې وویل: «دا چې داسې راپور یوازې د کمېټې او د معلوماتو د کمیشنر تر فشار وروسته علني کېږي، خورا اندېښمنوونکی دی. حکومت باید ځواب ووايي چې ولې دغه موضوع دومره اوږده موده پټه وساتل شوه او ولې تر اوسه ټولې سپارښتنې نه دي عملي شوي.»
یاده څېړنه چې په ۲۰۲۳ کال کې شوې وه، خو هېڅکله نه ده خپره شوې، د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د معلوماتو د ۱۱ جدي نقض پېښو ته اشاره کوي.
په دغو پېښو کې د دفاع وزارت د ایمیل د استولو تېروتنه تر ټولو جدي وه. په دې ایمیل کې د هغو افغان ژباړونکو شخصي معلومات چې په جګړه کې یې د طالبانو پر وړاندې له بریتانوي ځواکونو سره مرسته کړې وه، د برتانوي پوځیانو او امنیتي مأمورینو له معلوماتو سره یوځای په پراخه کچه افشا شوي وو.
پت مکفادن، د دوکنشین لنکستر لومړی وزیر او لوړپوړي وزیر، په غبرګون کې وویل: «موږ د سپارښتنو په عملي کولو کې ښه پرمختګ کړی، خو باید په ځان بسیا نه شو.»
جان ادواردز، د بریتانیا د معلوماتو کمیشنر، هم خبرداری ورکړ: «حکومت باید ډېر ژر او په جدي توګه عمل وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې وایتهال او عامه اداره خپلې کړنلارې سموي. اړینه ده چې د دې امنیتي څېړنې ټولې سپارښتنې پرته له ځنډه عملي شي.»
د ساینس او ټکنالوژۍ کمېټې تایید کړې چې له ۱۴ سپارښتنو ۱۲ عملي شوې دي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې کومې دوه یې نه دي پلي شوې. ټاکل شوې ده چې مکفادن او ادواردز د سپتمبر په میاشت کې د پارلمان غونډې ته لاړ شي او نور جزییات وړاندې کړي.
چي اونوراه ټینګار وکړ: «د دې لپاره چې حکومت وکولای شي له ټکنالوژۍ د اقتصاد د ودې او د عامه سکتور د بدلون لپاره ګټه واخلي، باید د خلکو باور د معلوماتو پر خوندیتوب وساتل شي. که حکومت محرم معلومات خوندي نه شي ساتلای، نو څنګه تمه کېدای شي چې خلک خپلې شخصي معلومات رسمي ادارو ته وسپاري؟»
د بریتانیا د دفاع وزارت د ۲۰۲۱ کال د معلوماتو نقض د سلګونو ژباړونکو او افغان پناه غوښتونکو په ژوند مستقیم اغېز کړی او ډېر یې د هویت د افشا کېدو وروسته د طالبانو له ګواښ سره مخ او اړ شوي چې یا له افغانستانه وتښتي او یا څو څو ځله خپل استوګن ځای بدل کړي.
د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې دغه تېروتنه د هغو کسانو ژوند په خطر کې اچولی، چې په سختو کلونو کې یې له بریتانوي ځواکونو سره مرسته کړې وه.
