د آمو حوزه

د قرغیزستان کابینې د پامیر د قرغیزانو د ملاتړ طرحه تصویب کړه

Photo by Kyrgyz media.

د قرغیزستان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد کابینې د افغانستان په پامیر کې د کوچنیو او لویو قرغیزانو او همدارنګه د راستنېدونکو لپاره د ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۹ کالونو د ملاتړ دولتي پروګرام تصویب کړی دی.

د «قرغیز ۲۴» د راپور له مخې، د دغه پروګرام موخه د قرغیزو قومي وګړو او راستنېدونکو وطنوالو د ژوند شرایط ښه کول او د هغوی د ټولنیز مطابقت پروسه آسانه کول دي.

په تصویب شوې اسنادو کې ویل شوي چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره به عملي پلان، د پرمختګ څارنې او ارزونې شاخصونه او د فعالیتونو بودیجه ځانګړې شي.

تمه ده چې دولتي ادارې او سیمه‌ییز حکومتونه به هر درې میاشتې وروسته د پروګرام د پرمختګ اړوند معلومات د کار، ټولنیزو خدماتو او کډوالۍ وزارت ته وړاندې کړي. دا وزارت به د شپږو میاشتو پر بنسټ یو ټولیز راپور د پروګرام د پلي کېدو په اړه ترتیب کړي.

د کابینې پرېکړه به د وزیرانو د کابینې د مشر عدیل‌ بیک قسیم‌علیف د لاسلیک څخه لس ورځې وروسته نافذه شي.