منځنی ختیځ

ملګري ملتونه: په غزه کې قحطي په پراخېدو ده

د ملګرو ملتونو چارواکیو او د مرستو ادارو خبرداری ورکړی چې په غزه کې قحطي اوس د واقعیت بڼه غوره کړې او ورځ تر بلې د لوږې له امله د ماشومانو د مړینې شمېر ډېرېږي؛ په داسې حال کې چې د اسراییلو محاصره او بمبار یادې سیمې ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیولې ده.

د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د دغه نهاد لوړپوړو چارواکو قحطي او پراخه لوږه په غزه کې «مصنوعي» او «د انسانانو له لوري رامنځته شوې» وبلله.

جویس موسویا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال وویل چې قحطي د غزې په شمال مرکزي ولایت کې شوې او اټکل کېږي چې د سپټمبر تر پای پورې به د دیرالبلح او خان‌یونس سیمو ته په سویل کې هم وغځېږي.

هغې زیاته کړه: «تر نیم میلیون ډېر کسان همدا اوس د لوږې، محرومیت او مرګ له ګواښ سره مخ دي. اټکل کېږي چې د سپټمبر تر پایه دغه شمېر له ۶۴۰ زره کسانو هم واوړي. په غزه کې نږدې هېڅوک د لوږې څخه خوندي نه دي.»

د موسویا په وینا، لږ تر لږه ۱۳۲ زره ماشومان تر پنځه کلنۍ کم د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، او له هغوی څخه شاوخوا ۴۳ زره په راتلونکو میاشتو کې د مرګوني حالت له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

هغې ټینګار وکړ: «دا قحطي د وچکالۍ یا طبیعي افتونو پایله نه ده؛ بلکې یوه انسان‌جوړه فاجعه ده؛ د هغه جګړې پایله ده چې زرګونه ملکي وګړي یې وژلي او ټپیان کړي او پراخې ویجاړۍ او بې‌کوري یې رامنځته کړې ده.»

د غزې د روغتیا وزارت هم چهارشنبه وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ نور کسان، چې پکې دوه ماشومان هم شامل دي، د «قحطۍ او خوارځواکۍ» له امله مړه شوي دي. له دې سره د جګړې پر مهال د لوږې د قربانیانو شمېر ۳۱۳ تنو ته ورسېد، چې له هغې ډلې ۱۱۹ ماشومان دي.

جوړ شوې قحطي

په ورته وخت کې، اسراییلو له نړیوال نهاد (IPC) چې د خوړو د ناامنۍ د کچو ارزونه کوي، غوښتي چې خپلې موندنې د غزې د قحطۍ په اړه بېرته واخلي. یاد سیسټم د ملګرو ملتونو او مرستندویه ډلو په ملاتړ فعالیت کوي.

ادِن بار تال، د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت لوی رییس، د IPC وروستی راپور «ډېر نیمګړی، غیر مسلکي او د یوې مهمې دندې د ترسره کولو لپاره له اړینو معیارونو لیرې» بللی دی.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۴ غړو (پرته له امریکا) د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د دغه نهاد د موندنو ملاتړ وکړ او د «چټک، بې‌شرط او دایمي اوربند» غوښتنه یې وکړه.

اینگر آشینګ، چې د ماشومانو د ژغورنې نهاد مشره ده، د امنیت شورا په غونډه کې په تندو څرګندونو کې وویل چې نړیوال قدرتونه په خپلې چوپتیا سره په دې وضعیت کې شریک دي. هغې زیاته کړه: «د غزې قحطي طبیعي نه ده، بلکې قصداً انسانانو جوړه کړې ده. ماشومان هلته په منظم ډول د لوږې له امله وژل کېږي، او دا د جګړې د وسلې په توګه د لوږې تر ټولو ښکاره بڼه ده.»

هغې وویل، کلینیکونه «له داسې ماشومانو ډک دي چې د خوارځواکۍ له امله نور د خبرو یا آن ژړا توان نه لري» او زیاته یې کړه: «ماشومان هلته لوڅ، بې‌ساه په بستر پراته دي او په ریښتیني مانا د مړینې پر حال کې دي.»

آشینګ همدارنګه څرګنده کړه چې د ماشومانو نقاشۍ په مرستندویه مرکزونو بدلې شوې دي: «پخوا یې د سولې او ښوونځي خوبونه انځورول، خو اوس ډېر یې د ډوډۍ، خوړو او آن د مرګ غوښتنه کوي.

د هغې په وینا، یوه ماشوم لیکلي: «کاشکې په جنت کې د خپلې مور ترڅنګ وای، هلته چې مینه، خواړه او اوبه شته.»