سره له دې چې طالبانو بیا بیا ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره د بهرنیو ترهګرو د فعالیت لپاره نه استعمالیږي، خوهغوی لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده مخکې امر کړی و چې طالبان دې د افغانستان نه بهر په «جهاد» کې برخه وانخلي اړ د طالبانو مشرانو تل ویلي، چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو پټنځای په توګه نه کاریږي.
خو د ملګرو ملتونو راپورونو له مخې، د طالبانو تر سیوري لاندې افغانستان کې، د القاعده، تیټيپي او داعش په ګډون تر شلو زیاتې ترهګریزې ډلې حضور لري.
که طالبان حتی د خپل امیر پر وړاندې وفاداري نه شي عملي کولای، نو د ۴۰ میلیونه خلکو د حکومت چلولو وړتیا یې جدي پوښتنې راپورته کوي. دا تضاد د طالبانو د رسمي خبرو او د واقعیتونو ترمنځ لوی واټن څرګندوي.

څور ورځې وړاندې، د پاکستان د ډیورنډ کرښې نه پکتیکا ته د ۵۰ افغان طالبانو د جنګیالیو جسدونه ولېږدول شول. دا بیا ځل څرګندوي چې د طالبانو خبرې او کړنې په څرګنده توګه له یو بل سره په ټکر کې دي. خو دا تر هغه زیات، د افغان ځوانانو او پښتنې ټولنې لپاره یو غمجن خبر دی. ۵۰ تنکي ځوانان د طالبانو د ناسمو فکري لارو او غلطو پالیسیو له امله، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه کسان، چې راپورونه وایي د ټي ټي پي د ګل بهادر ډلې پورې تړلي وو، د پاکستان پوځ له خوا په بلوچستان کې په سمبازه سیمه کې ووژل شول. د طالبانو چوپتیا د دوی د هویت په اړه ډېر څه وايي. دا څرګندوي چې دوی نه غواړي ومني چې د دوی جنګیالي لا هم په ترهګرۍ کې ښکېل دي، سره له دې چې د سیمهایزو هېوادونو د ډاډ ورکولو هڅه کوي.
دا پېښه په ځانګړې توګه ځکه مهمه ده چې د طالبانو خپل داخلي فرمان سرغړونه کوي.
د طالبانو دوهمخیتوب
د طالبانو د قوانینو انتخابي پلي کول نوې خبره نه ده. د ښځو د حقونو فرمانونه په شدت سره عملي کېږي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې. خو نور فرمانونه—لکه د سرحدي جنګیالیو د بندیز حکمونه—کله چې د دوی سیاسي یا ایډیالوژیکي اهدافو ته اړ وي، په خاموشۍ سره له پامه غورځول کېږي.
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ښيي چې القاعده او نورې ټولې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پراخ شتون لري. د ملګرو ملتونو راپورونو له مخې، شاوخوا ۶۰۰۰ د ټي ټي پي جنګیالي د طالبانو تر سیوري لاندې په افغانستان کې مېشت دي، چې د طالبانو د بې پرېتوب ادعاوې نوري کمزورې کوي. د ټولو ډیپلوماتیکو ژمنو سره سره، طالبان ښکاري نه غواړي—یا نه شي کولای—د خپلو ایډیالوژیکو متحدینو ملاتړ پرېږدي.

یوه نه بدلېدونکې ایډیالوژي
اصلي ستونزه ایډیالوژیکه ده. حکومتونه کېدای شي سیاستونه د شرایطو له مخې بدل کړي، خو د طالبانو لیدلوری په تېرو څو لسیزو کې تقریباً نه دی بدل شوی. د ټي ټي پي او القاعده سره د هغوی تړاو دوام لري، او د داعش-خراسان پر ضد جګړه یوازې د واک پر سیالۍ د دوی د انحصار د ساتلو لپاره ښکاري.
دغه سخت دریځ د سیمهایزو هېوادونو باور کم کړی. ګاونډي هېوادونه لکه چین، ایران، او پاکستان د افغانستان په اقتصادي رغونه کې جدي پانګونه نه غواړي، ځکه چې ترهګریز شبکې لا هم پاتې دي. په ځانګړې توګه پاکستان، چې پخوا یې له طالبانو د زړه له کومې ملاتړ کاوه، د دې پالیسۍ تر ټولو لویه بیه ورکړې، ځکه د ټي ټي پي جنګیالي چې د پولې له بلې خوا مېشت دي، بریدونه ترسره کوي چې پوځي او ولسي خلک یې په نښه کړي دي.
د افغان ځوانانو ضایع شوې ژوندونه
د دې بې پایلې کړۍ بار په ځانګړې توګه د افغانستان پر ځوانانو، په ځانګړې توګه د پښتنو پر ټولنې، دروند دی. ځوانان بیا بیا د طالبانو د شخصي او تباه کوونکو اهدافو د جګړو ښکېل کېږي، او ژوندونه یې په هغو جګړو کې له لاسه ځي چې نه عزت لري او نه پرمختګ.
دا تریخ طنز دی، ځکه پښتني کلتور په اصل کې په سولې، مېلمستیا، او هنري څرګندونو کې ریښه لري. دودیزه اتڼ نڅا، بډایه شعري دودونه، او د زده کړو اوږدمهاله درناوی—په کليوالو سیمو کې د نجونو د ښوونځیو ملاتړ—ښيي چې پښتانه د ژوند او زده کړو ارزښت لري. د تاوتریخوالي خپرولو او د حقونو د سلبولو له لارې، طالبان نه یوازې د پښتنو هویت ناسم معرفي کوي، بلکې نړیواله شهرت یې هم زیانمنوي.

تر پرمختګ د ترهګرۍ غوره ګڼل
سره له دې چې طالبان بیا بیا د پرمختګ او بیا رغونې خبرې کوي، د دوی کړنې په دوامداره توګه ترهګري د مدرنیزم پر وړاندې غوره ګڼي. افغانستان نن د تېرو وختونو په پرتله لا زیات منزوي، بېوزلی، او بېثباته دی. د دوی دوهمخیتوب—د ښځو د آزادۍ محدودول په یوه لاس او د ترهګرو ملاتړ په بل لاس—ښيي چې د اصلاحاتو خبرې یوازې تبلیغ دي.
تاریخ ښيي چې ایډیالوژي د سیاست په پرتله ډېر دوامدار دی. تر هغې چې طالبان واکمني د کلکو اصولو له مخې پرمخ وړي، افغانستان به د افراطیت، بېوزلۍ، او خیانت په کړۍ کې بند پاتې وي. تر هغې چې د افغان ځوانان ژوندونه دې ایډیالوژۍ ته قرباني کېږي، د هېواد راتلونکې ضایع کېږي—یو نسل چې په میراث کې اتڼ، شاعري، او سولې لري، خو د خپلو ژوندونو پر وړاندې تاوتریخوالی تجربه کوي.
اتل خاورین، د امنیتي او سیاسي مسایلو څېړونکی لیکوال دی.
د آمـو ویبپاڼې د نظرونو په برخه کې د مقالې د منځپانګې مسئولیت د هغې لیکونکي پر غاړه دی.
