د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد جګړې لوړپوړي مشر، سباسټین ګورکا، وايي چې طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې تر یوه حده له امریکا سره همکار پاتې شوي دي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان په اړه «ځینې هیلهمن کوونکي پرمختګونه» روان دي، په ځانګړې توګه د هغو امریکایي وګړو په اړه چې په دې هېواد کې نیول شوي، خو زیاته کړې یې ده چې نه شي کولای نور جزییات وړاندې کړي.
ګورکا ویلي: «طالبان تر یوه بریده د ترهګرۍ ضد مبارزې شریک پاتې شوي، ځکه په افغانستان کې ځینې تندرو اسلامي ډلې شته چې طالبان هم په نښه کوي، او له همدې امله موږ په ځینو برخو کې له دوی سره کار کوو. هغه ګواښونه چې موږ ورسره مخ یو او هغه چې طالبان ورسره مخ دي، یو شان نه دي، خو بد هم نه دی.»
هغه همدارنګه ټینګار کړی چې د امریکا تر ټولو ستره اندېښنه لا هم د «کابل سقوط» په پېښه کې ده چې د جو بایدن د ولسمشرۍ په دوره کې وشوه. نوموړي زیاته کړه: «د دې پېښې وروسته، ډېره ستونزمنه ده چې هر څه په سیمه کې لکه څنګه چې اړتیا ده، تر نظر لاندې ونیسو.»
ګورکا څرګنده کړې چې په اوس وخت کې نور توضیحات نه شي وړاندې کولای.
دا په داسې حال کې ده چې بېلابېلې هېوادونه، په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه، تل د افغانستان په اړه د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه اندېښنې ښودلي دي. د ملل متحد تازه راپور ښيي چې داعش شاوخوا ۲۰۰۰ او تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۶۰۰۰ جنګيالي په افغانستان کې لري.
