ښځې

سرچینې: طالبانو د کابل په شمال کې یو شمېر ښځې نیولي

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو انځوز

باوري سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف پولیسو د پنجشنبې شپه ناوخته، د کابل ښار په یولسمه ناحیه کې، هوټل پروان ته نږدې سیمه کې یو شمېر ښځې نیولي دي.

سرچینې زیاتوي چې یادې ښځې د طالبانو د امنیتي ادارو مرکزونو ته لېږدول شوې دي او د هغوی له کورنیو څخه د ۲۰۰۰۰ افغانیو غوښتنه شوې ده. ویل شوي چې دغه ښځې به یوه شپه په زندان کې پاتې شي.

سرچینې دا هم وایي چې نیول شوې ښځو د طالبانو «په خوښه حجاب» هم درلود. د  سرچینو په وینا، ځینې ښځې د جمعې په ورځ سهار مهال له زندانه خوشې کړل شوي، خو ځینې لا هم په زندان کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې هم د کابل د مرکزي او لویدیځو برخو څخه ګڼ شمېر ښځې د خپلو غوښتل شویو حجابونو د نه مراعت کولو په تور نیولي دي.

د طالبانو دغه اقدام د بشري حقونو د نړیوالو فعالانو او بنسټونو سخت غبرګونونه راوپارولي دي.