د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه په کابل کې په یوه غونډه کې له یوه قطري خیریه بنسټ سره د کندهار په ښار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.
د طالبانو د چارواکو په وینا، د دې روغتون د جوړېدو موده شاوخوا دوه نیم کاله ده. دغه روغتون به ماشومانو او ښځو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو وړتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد سویلي برخې د روغتیایي خدماتو له کمښت څخه تر ټولو زیات اغېزمنې دي.
د طالبانو د صحت عامې وزارت په وینا، په روانو پروژو کې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ۳۱۸ عامو روغتونونو د جوړېدو پروژه شامله ده، چې ارزښت یې ۷ میلیارده افغانۍ ده.
دا هم په داسې حال کې ده چې طالبان ښځې او نجونې له طبي زده کړو او پوهنتون ته د تګ څخه منع کړي دي. نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو دغه محدودیت به د افغانستان صحي نظام لا ډېر له بحران سره مخ کړي.
